د مهترلام ښاروالۍ پروژو کې ۴۵۰ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه برابره شوې ده

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۶:۲۶
کاريګر

سږکال تر دې دمه د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام ښار په بېلابیلو ساحو کې د بیارغونې کارونه روانې دي، چې په یادو پروژو کې شاوخوا ۴۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده،
یاد کاریګر له مهترلام ښاروالۍ څخه مننه کوي چې په خپل وطن کې یې ورته د کار روزګار زمینه برابره کړې ده
دوی وايي، خوشاله یو، په خپل وطن کې کار کوو، له یوه اړخه د وطن آبادي او له بله پلوه خپلو اولادونو ته حلال رزق ګټو.
همداراز یاد کاریګر له مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام څخه د ورته نورو کارونو د پیلیدو غوښتنه کوي
مهترلام ښاروالۍ رهبري کوښښ کوي چې په مهترلام ښار کې د ښه نظم برابروالو او انکشافي کارونو ترڅنګ خلکو ته کاري زمینې هم برابرې کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS