د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۵
اداري مجلس

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې د اجرایه ماموریت له لوري د تېر اداري مجلس ګرازش وړاندې شو او همدارنګه آمرینو او مدیرانو د ښاري نظم ترڅنګ په یو شمېر مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړې

ښاروال ښاغلي شهامت آمرین او مدیران خپلو دندو ته متوجه کړل او له ټولو یې غوښتنه وکړه چې د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیدنه وکړي

په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو امرینو او مدیرانو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه چې تر راتلونکې ناستې پورې د هغو د ترسره کولو راپور ورسره شریک کړي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS