د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند سبزي مارکیټ څخه نظارت ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل، چې د یادې ناحیې یو شمېر کارکوونکو یې ملتیا کوله، د سلطان غازي بابا ښارګوټي له سبزي مارکیټ څخه د نظم او د خوراکي توکو د پلور د څارنې په موخه نظارت ترسره کړ
په یاده نظارتي لیدنه کې د دوکاندارانو د خوراکي توکو پیمانې او وزنونه وکتل شول او پلورونکو ته سپارښتنه وشوه، چې خپل توکي د ټاکل شوې نرخنامې مطابق او په بشپړ وزن وپلوري
د دویمې ناحیې مدیر ټینګار وکړ، چې ټول دوکانداران باید د نرخنامې له اصولو څخه پیروي وکړي؛ که هر څوک له ټاکل شوې نرخنامې او اصولو سرغړونه وکړي، له نوموړي سره به قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده، چې د ښاریانو د اسانتیا، د عادلانه پلور او د ښاري نظم د ټینګښت په موخه وخت پر وخت د ښاروالۍ له لوري ورته فعالیتونه ترسره کېږي
