د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
داغګیرۍ

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړولې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي وویل، د ولایت مقام او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته، د ده‌ زیات په مسیر او د رحماني چوک ترڅنګ د سرک د تخریب شویو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې ترسره شوې او یادې ساحې په بشپړه توګه ورغول شوې

نوموړي زیاته کړه، چې مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري زیربناوو د ساتنې په موخه خپلو خدماتي فعالیتونو ته دوام ورکوي او هڅه کوي د ښار په بېلابېلو برخو کې شته ستونزې پر وخت حل کړي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د روان کال په اوږدو کې د ښار د آبادۍ، زرغونتیا او ښاري خدمتونو د پراختیا لپاره بېلابېلې پراختیايي پروژې په پام کې نیولې دي، چې د پلي کېدو ترڅنګ به یې ګڼو ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS