د مهترلام ښار شیریخ او کباب پلورونکو ته د ښاري نظم په موخه خبرداری ورکړل شو

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۵:۴۸
خبرداری

د ښاریانو شکایتونو ته د رسیدنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار شیریخ او کباب پلورونکو ته خبرداری ورکړل شو، ترڅو د ښار نظم او پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خلکو ته تکلیف ورنه کړي

په دې اړه د مهترلام ښاروالۍ مرستیال الحاج عبداللطیف اخندزاده، د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري، د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک، شیریخ او کباب پلورونکو ته خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د ښار نظم او پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي

د ښاروالۍ مرستیال الحاج عبداللطیف اخندزاده وویل، له شیریخ او کباب پلورونکو څخه په پرله‌پسې ډول شکایتونه شوي، چې د خلکو د تېرېدو پر مهال هغوی پسې غږونه کوي او تکلیف ورکوي
نوموړي زیاته کړه که هر چا له دې وروسته یاد عمل تکرار کړ دوکانونه یې مهرلاک کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

همداراز د لومړۍ ناحيې مدیر ملا عباس ابراهیمي هم په شیریخ او کباب پلورنکو باندې ټینګار وکړ چې خلکو ته مزاحمت ونه کړي، که له دې وروسته هر چا د ښار نظم ته پام ونه کړ او خلکو ته یې تکلیف ورکړ ورسره قانوني چلند کېږي او دوکانونه یې مهرلاک کېږي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS