د نیکمرغه کوچني اختر په رارسیدو سره د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو فعالیتونه چټک شوي دي

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۵۷
تنظيف کارونه

د نیکمرغه کوچني اختر په رارسیدو د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو فعالیتونه چټک شوي چې نن  د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيي اړوند د اتفاق د کلي د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره کړه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته به انتقال او دفن کړل شي
بل اړخ ته بیا د ښاروالۍ د دویمي ناحيي د تنظیف کارکونکو له لوري د سلطان غازي بابا ښار ګوټي اخري سټاپ څخه تر پهلوان بابا په مسیر د عمومي سرک دواړو خواوو جارو کول (خاکروپ) هم تر سره شول
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS