د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري پراخ کمپاین ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د پاک ساتلو او د اوبو د عادي جریان د تأمین په موخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه یو پراخ کمپاین ترسره شو چې په ترڅ کې یې ویالې او پلچکونه پاک شول
یاد کمپاین چې د مامور حیات الله " تلوار " په مشرۍ تر سره شو، له ویالو څخه یې کثافات، خځلې، خټې او نور جامد مواد راویستل، ترڅو د باراني اوبو د بندېدو، د سیلابونو او د روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي،
تلوار وايي، چې د تنظیف ډله یې په یونفرم هم سمبال کړې او د پلان له مخې به خپل ورځنۍ چارې ترسره کوي، نوموړی زیاتوي، چې نن یې په لومړۍ ناحیه کې کار وکړ او له دې وروسته به د ښار ټولو ناحیو ته رسیده ګي کوي، ترڅو ښاریان په یو پاک او منظم چاپېریال کې ژوند وکړي
یاده د تنظیف ډله تازه په تازه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه مامور حیات الله " تلوار " ته سپارل شوې چې له دې وروسته به په منظم شکل خپل فعالیتونه د مهترلام ښار په ټولو نواحیو کې ترسره کوي