مهترلام ښار کې د نرخنامې تعقیب ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ، ولایت مقام، امنیي قوماندانۍ، استخبارات، صحت عامې، چاپېریال ساتنې ریاست په همکارۍ او د لغمان صنعت او سوداګرۍ ریاست په مشرۍ په مهترلام ښار کې د تاریخ تیره خوراکي او غیرې خوراکي توکو د راټولولو، د نرخونو کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمیسیون ترسره شو
د کمېسیون غړو د مهترلام ښار خوراکي توکو، قصابانو، د سبزي مارکیټ له میوو او د ښار له ټولو مارکیټونو څخه د لیدنې ترڅنګ د جنسونو پایمانې او د نرخنامې تعقیب وکړ
همداراز د یاد کمېسیون غړو هټيوالو ته سپارښتنې وکړې چې د جنسونو په پلورلو کې له انصاف څخه کار واخلي او د لوړو نرخونو او لږ وزنونو څخه په جدي توګه ډاډه وکړي، که هر چا بې انصافي وکړه او له نرخنامې څخه یې سرغړونه وکړه ورسره به قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې د نرخونو کنټرول، د تاریخ تیره توکو د راټولو یاد کمېسیون د روژې مبارکي میاشتې په خاطر له دې وروسته هره ورځ به په مهترلام ښار کې خپل فعالتونه کوي