په دویمه ناحیه کې د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې چارې روانې دي

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۹
پارک

د مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال د پروژو په دوام، د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په دویمه ناحیه کې د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړېدو چارې د پلان له مخې په منظم ډول جریان لري

د یادې پروژې د چارو د کیفیت او معیار د ډاډ ترلاسه کولو په موخه، د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي انجنیران وخت پر وخت له پروژې څخه نظارت کوي، ترڅو ټول کارونه د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق ترسره شي

په یاده پروژه کې هره ورځ شاوخوا ۲۵ بې‌روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې له یوې خوا د پروژې په پلي کېدو کې ونډه اخلي او له بلې خوا خپلو اولادونو ته حلال رزق ګټي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS