په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ د جوړېدو چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۷:۳۸
پروژې څخه ليدته

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې روانې دي، چې نن یې د کانکریټ اچونې کارونه ترسره شول

په یاده پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې کارونه یې د پلان له مخې په چټکۍ روان دي، چې تر اوسه یې ۷۵ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې یې په منظم شکل جریان لري

د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق چې تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهدالله مجددي او انجنیر میاجان عاطفي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي

ښاروال ټینګار وکړ، چې دوی به وخت پر وخت له یادې پروژې څخه د ښه معیاري او اساسي کار کولو په موخه څارنه کوي

د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د ښاروالۍ له لوري شاوخوا ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS