د مهترلام ښار د دوکاندارانو او هټۍوالو د پام وړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۱:۲۹
هټۍوالو د پام وړ

مهترلام ښاروالۍ د مهترلام ښار ټولو دوکاندارانو او هټۍوالو ته خبر ورکوي، چې د خپلو دوکانونو، غرفو او هټیو مخې ته د بې‌نظمه پردو، ترپالونو او نورو نامناسبو توکو له نصبولو څخه ډډه وکړي

له ټولو هټۍوالو غوښتنه کېږي، چې د دوکانونو مخې ته له هغو معیاري او منظم پردو څخه استفاده وکړي، لکه څنګه چې په لاندې انځور کې ښودل شوي، ترڅو د ښار ښکلا، ښاري نظم او منظم چاپېریال خوندي پاتې شي

یادونه: ټولو دوکاندارانو ته یوه اوونۍ وخت ورکول کېږي، ترڅو د خپلو دوکانونو مخې ته پردې د ښاروالۍ د پرېکړې او ټاکلي معیار له مخې تنظیم او نصب کړي

 له ټاکلې مودې وروسته، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي، چې بیا حق د شکایت نه لري

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS