له خپلو بیوزلو هیوادوالو سره مرسته

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۲/۶ - ۵:۳۷
مرستی

په لغمان ولایت  کې د ولایتي ادارې له خوا نن د پنجشنبې په ورځ هغوکورنیو سره چی د کرونا ویروس له امله زیانمن شوی  د مرستی په موخه له جوړ شوي خیریه صندوق څخه د مرستو د ترسره کېدو لړۍ پيل کړله.

ياد خيريه صندوق د لغمان والي محمد اصف ننګ، او مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي سربیره په مرکزي اداره کې دلغمان ولايت يو شمېر مشرانو ،ددې ولایت سوداګرو، او پانګوالو لخوا یوه نیمه میاشت وړاندې جوړ شوی و، نن له هر کراچي وان سره دوه نيم زرو نغدو افغانيو د ترسره کېدو بهير پيل شوو.

د مهترلام دښاروال په وینا په لومړي پړاو کې یې ۳۵۰ تنو سره دغه مرسته وکړه او پرته له سبا ورځې به په نورو راتلوونکو ورځوکې هم دغه لړۍ روانه وي.

مرستی

لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ دمرستو دویش پرمهال وویل : ولایتي اداره هڅه کوي څو له هرې ممکنه لارې ددې ولایت خلکو ته د مرستو زمینې برابرې کړې ، نوموړي له ټولو هغو چې له بې وزلو سره مرسته کوي مننه وکړه ، ویې وویل : اوس ددې وخت دی چې یو بل ته لاسونه ورکړو ،څو د یادی ناروغی ترڅنګ دغربت له دې ستونزې وژغورل شو.

دغه راز مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي بیا وویل : چې دغه خیریه صندق ته تردې مهاله څه کم پنځه میلیونه افغانۍ راټول شوي او دوی به ددې ولایت په لاس پلورونکو ، بې وزلو او هغه مظلومو خلکو چې دځوانانو له لوري یې لیستونه چمتو شوي دغه مرستې وویشي.


۴/۲/۱۳۹۹

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS