د ټول محترمو ښاریانو د پام وړ

نن د مهترلام ښار 7297 کورنېو ته د پخې ډوډې ویش پیلیږي.
دا مهال مهترلام ښاروال د ښار په ټولو نانوایانو ګرځي,چارې یې ویني,مسؤولو کسانو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې کوي.
بل داچې له نن څخه به د څار او ارزونې ټېمونه هغه غیری مستحق او سپین سترګي ماړه خلک تشخیص کړي چې د غریبو خلکو حقوقو اخیستلو ته په کتار کې ولاړ اوسي, یو یو به له کتارونو وویستل او څیرې به یې تاسو ښاریانو ته وښایو.
د مهترلام ښاروال په وینا تر راتلونکو 3ورځو به ټول غیری مستحق خلک د ویش له پروسې وباسي او ځای به یې اړمنو کورنېو ته ورکړي او ټولې اندیښنې به لرې شي.
مهترلام ښاروال زیاتوي په ښار کې د غربت کچه زیاته ده, په وینا یې ولایتي ادارې له مرکزي مسؤولینو غوښتي تر څو 3000 نورو کورنېو ته د حقوقو رالېږلو همکاري وکړي.