مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي چې د مشورتي بورد غړو او د سیمې قومي مشرانو یې ملتیا کوله د سلام ځي تفریحي پارک له رغنیزو چارو او د یاد پارک له روان کاري بهیر څخه یې لیدنه وکړه.

مهترلام ښاروال د تفریحي پارک د هیواد رغون قراردادي شرکت مسولینو ته د معیاري کارونو سپارښتنه وکړه او ترڅنګ یې د تفریحي پارک د احاطوي دیوالو د کاریګرو روانې چارې او سنګکاریو کول له نږدې ولیدل او د کاري سمون په برخه کې یې ورته ضروري او اړین هدایات وکړل.
مهترلام ښاروال د هیواد رغون قراردادي شرکت د مسولینو په شتون کې یې، د تفریحي پارک کاریګرو ته په کاري برخه کې ستونزې ور په ګوته او هغوۍ ته یې جدي سپارښتنه وکړه چې ستونزې حل او کارونه معیاري، له نقشي او ډیزاین سره سم ترسره کړي.