لغمان کې ولس ته په بېلا بېلو برخو کې د معلوماتو د ورکړې په موخه دښاري خبرو اترو غونډه ترسره شوه.

د دوشنبې په ورځ لېندۍ په ۲۴ نېټه لغمان کې د مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي، د مهترلام ښاروال، د امنیتي ادارو استازو، د بېلا بېلو ادارو مسوولینو، د ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړو او د ګڼو اقشارو خلکو په شتون کې د ښاري خبرو اترو ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د لغمان مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په خپلو خبرو کې د سیمه ییزو ارګانونو او د مهترلام ښاروالۍ څخه مننه وکړه چې ولس ته په بېلا بېلو برخو کې دا فرصت په لاس ورکوي چې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه له مسوولینو سره شریک او د دوی لاسته راوړنو څخه هم په وخت خبر شي.
هغه دا برنامه مهمه ياده کړه، چې له لارې به يې ولس ته حساب ورکول، د فعاليتونو انسجام، همغږي، مواثر تطبيق او په دې لاره کې شته ننګونې په نښه او د حل لارې ورته وټاکل شي.
نوموړي وويل د نړۍ والو مرستو راجلبولو لپاره پکار ده، چې د ښې حکومتوالۍ د تطبيق په برخه کې عملي کار وشي، ترڅو په راتلوونکي کې ډېرې مرستې ترلاسه شي.
مرستيال والي وويل هغه حکومتونو، چې خپلو ولسونو ته د ښې حکومتدارۍ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي، د هغوی اقتصادي وضعيت تر نورو ښه دی او ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.
ښاغلي مظلوم يار وويل لغمان د هېواد له دوهمه درجه ولايتونو څخه دی، چې د پوره تشکيلاتو د نشتون له امله يې په هغه ډول، چې پکار وه پرمختګ نه دی کړی.
هغه د ټولو ادارو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ولسونو ته د ښوخدماتو د وړاندې کولو په بهتروالي، د ښې حکومتوالۍ په رسولو، امنيت او پراختيا په برخه کې هر اړخيزه خدمات وړاندې کړي، ترڅو سيمه ييزه حکومتوالي لا بهتره شي.
نوموړي وويل ولايتي اداره په ټولو برخو کې د خپلو ولسونو سره په ګډه هغږۍ، خپلې چارې پرمخ بيايي، ترڅو وکولای شي، چې په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې ولسونه هم دخيل شي.
هغه وويل د ولسونه هغه وخت د هوڅا ژوند خاوندان کېدلی شي، چې په سيمه ييزه حکومتوالۍ کې مستقيماً برخه واخلي.
ښاغلي مظلوم يار وويل د ولس محوره حکومتداۍ معنی همدا ده، چې ولس او حکومت اوږه په اوږه د هېواد د بيا ابادۍ او ښېرازۍ لپاره کار وکړي، ترڅو ولسونه پرمختللی ژوند ولري.
مرستيال والي د لغمان د امنيت، انکشاف او حکومتدارۍ په برخه کې هم خپلې هر اړخيزه لاسته راوړنې د غونډې له ګډونوالو سره شريکې کړې.
د لغمان امنیه قومندانۍ د امنیت امر سکندرشاه ساپي په روان کال کې د پولیسو له لوري په بېلا بېلو برخو کې لاسته راوړنو او پرمختګونو اړوند معلومات شریک او یادونه یې وکړه چې تر اوسه پورې۱۳۹ قضیو کې ۲۴۸تنه نیول شوي او ۲۵۴ کسان عدلي او قضایي ارګانونونو ته د لا زیاتو څېړنو او قانون پلي کېدو په موخه ور پیژندل شوي.
هغه وویل، ۷ میلیونه افغانۍ یې د شهیدانو له کورنیو سره مرسته ترسره کړې، د محافظت عامې له لوري ورته دولتي ادارو د امنیت ساتنې په موخه یو سل کسیز ځواک په لاس ورغلی او دغه راز د مهترلام ښار لپاره ۳ امنیتي حوزې هم منظور شوي چې ورسره به د هر ډول جنایي او ترهګریزو پېښو مخنیوي ترسره شي.
د ملي امنیت په استازوالۍ د دغې ادارې د مطبوعاتو د برخې مسوول امیرمحمد وفادار یادونه وکړه چې دوی هم په روان کال کې تر اوسه پورې ۱۳۰ تنه د بېلا بېلو پېښو په تړاو د قانون منګولو ته سپارل شوي، ۵۸ بورۍ چاودې دونکي توکي له یوتن سره نیول شوي او ۱۲۰ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شوي.
نوموړي دغه راز ددې ادارې په ګڼو نورو لاسته راوړنو او ولس ته د لا ډاډمن امنیت په موخه بشپړ ډاډ ورکړ.
په لغمان کې د ملي اردو په استازوالۍ ددغې لیوا د مطبوعاتو مرستیال محمد نسیم ساپي وویل چې د روان کال په اوږدو کې تر اوسه پورې ۹ ستر عملیات ترسره شوي۲۲۵۰ اوپراسیوني حرکات ترسره شوي او ملي اردو د سیمې په کچه یوه مجهزه او ښه تعلیم او تربیه سمباله ده.
هغه زیاته کړه چې په دې ولایت کې ټول امنیتي ارګانونونه په کچه خورا ښې اړیکې او ښه هماهنګي لري.
دولایت مقام د سکتوري او تخنیکي خدمتونو رئیس محمد حنیف هاشمي د ښې حکومتوالۍ د پیاوړتیا په لارو چارو، ولس ته په حساب ورکونې او ګڼو نورو برخو کې خپلې خبرې شریکې کړې.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي وویل چې ۱۳۹۹ مالي کال کې دوی ۲۳۱ میلیونه افغانۍ بودیجې پلان مرکز ته استولی و، خو ولې د کرونا او قرنطین له امله یې کارونه له ګڼو ستونزو سره مخ شول.
هغه وویل، د ټولو ستونزو سره سره یې تر اوسه پورې ۷۰ سلنه بودیجه مصرف کړې او ۱۴ انکشافي پروژې ترسره شوي.
دمهترلام ښاروال وایي، چې هره ربعه کې یې ولس ته حساب ورکړی او یواځې په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې ۵ پارکونه جوړ شوي او ۴۵ کیلو متره سړک جغل اندازي شوی.
ښاروال زیاتوي چې نوي مالي کال ته به هڅه وکړي چې ټولې غیر پلاني ساحې په پلان کې شاملې او عامه خدمات ورته ورسوي.
د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي هم خپل وار دا ډول غونډې خورا ارزښتمنې یادې کړې او خوښ شو چې مسوولین مخامخ ولس سره معلومات شریکه وي.
هغه ولسونه وهڅول چې له خپل نظام، حکومت او ولایتي ادارې سره همکاري لا زیاته کړي.
د مهترلام ښاروالۍ د مشورتي بورډ په استازوالۍ معلوم تورجان هم په ګڼو برخو کې ستونزې، غوښتنې او وړانیزونو له نظامي او ملکي مسوولینو سره شریکې کړې.
د ښاري خبرې اترو په دې غونډه کې د لغمان د اقتصاد رئیس شفیق الله احساس له لوري د مرکز او ولسوالیو په کچه انکشافي وضعیت تشریح او د یادې ناستې ارزونه ترسره شوه.
نوموړي وویل چې په لغمان کې د ۲۲۶ پروژو چارې روانې دي چې په ټولیز ډول یې قیمت څه د پاسه درې میلیارده افغانۍ کیږي او زرګونه خلک پکې په کار بوخت دي.
هغه وویل چې په دغو کې ۴۷ پروژې د یو شمېر موسیساتو له لوري ترسره کیږي او راتلونکي مالي کال ته یې ۵۲۳ میلیونه افغانیو په اندازه بودیجه سازي کړې ده.
نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه چې ددښمن د شومو تبلیغاتو د مخنیوي لپاره دې سره یوځای او په شریکه کې د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي.
په دې ناسته کې دغه راز د مسوولینو سره لوري د ګډونوالو پوښتنې هم ورځواب شوې.
۱۳۹۹/۹/۲۴