د بابا صاحب په تفصیلی او انکشافی پلان کی د کابل-جلال اباد هډی کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دی

د بابا صاحب په تفصیلی او انکشافی پلان کی د کابل-جلال اباد هډی کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دی.
د کابل-جلال اباد معیاری هډې ساختماني کارونه چی له تیرو څو میاشتو راهیسې د قراردادي شرکت له لوري پر مخ وړل کیږي اوس مهال یې د سیخ اچونې کارونه د اړوند انجنیرانو لخوا څارل کیږي او د کیفیت ترڅنګ، معیاري جوړیدنې لپاره ورته مسولیت لرونکي انجنیران وخت پر وخت سپارښتنې کوي.
یاده هډه چی د بابا صاحب په تفصیلی پلان کی د مهترلام ښار د حلقوی سرک په مسیر پرته ده، د رغنیزې برخې چارې یې د مهترلام ښاروالۍ په مالی لګښت پر مخ وړل کیږي.
د کابل-جلال اباد د معیاری هډی په جوړیدو سره مهترلام ښار او په ټوله کی لغمان ولایت ته د راتلونکو مسافرو ستونزی په اساسی شکل حل شی نوموړی هډه د مجهز انتظارګاه،د وسایطو د ودرولو لپاره مشخص ځای ،ورکشاپ او کانتین په لرلو سره په ښار کی د ترافیکو د اذدهام په کمولو او حتی لمنځه وړلو کی به اساسی رول ولری.
په درنښت
#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه