په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له لورې د پلیو لارو د خلاصولو په موخه پر هټیوالو خبرتیاوی وویشل شوی.

د مهترلام ښاروال ښاغلي مجاهد رحمت زی په لارښوونه او هدایت د مارکیټونو د تنظیم ماموریت له لورې په مهترلام ښار کې د ښاریانو پرمخ د پلیو لارو د خلاصولو لپاره هټیوالو ته خبردارې ورکړل شو.
په همدې موخه د مارکیټونو د تنظیم مامور او ورسره مل د یادې برخې کارکوونکو نن مهترلام ښار ته ورغلې وه او پر ټولو هټیوالو یې خبرتیاوی وویشلی او یادونه ورته وشوه تر څو خپل د خرڅلاوو توکي په پلیو لارو کې کینږدي .
دا چې مهترلام ښار کوچنی او د نفوسو تراکم پکې زیات دې او ډیره ګڼه ګوڼه په کې شتون لرې نو هټیوال باید توکې د باندی راونه باسي تر څو د ښاریانو پر مخ پلې لارې خلاصې وې.
همدارنګه هغه هټیوال چې له یادې خبرتیاوو وروسته هم دا ډول اعمالو ته دوام ورکړي د ښاروالۍ ریاست له لورې ورسره قانوني چلند کیږی.
په درنښت