د پلان مطابق مهترلام ښاروالۍ له لوري د R5 سيمې اوسېدونکو ته د مسجد جوړولو لپاره ځمکه ورکړل شوه!

په همدې موخه مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د نوموړې سيمې مشرانو سره وکتل او د دوی د غوښتنې په اساس يې د پلان مطابق د مسجد جوړولو لپاره ځمکه ځانګړې کړه.
د سيمې مخورو د ښاروالۍ له مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمن شول، چې د ښاروالۍ د روانو چارو ملاتړ به کوي او په ولسي برخه کې به د ښاروالۍ لاسنيوی کوي.
په ورکړل شوې ځمکه کې د سيمې اوسېدونکو له لوري د مسجد جوړولو چارې پيلېږي او ژر به ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شي.
۱۴۰۰/۳/۱۰