د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مرکز منظور شوي پلانونو د نمرو خط اندازي ترسره کېږي

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۸
اداري مجلس

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د یادې ادارې له امرینو او مدیرانو سره ترسره شوه
ښاروال د مجلس په پیل کې امرین او مدیران خپلو دندو ته متوجه کړل او له دوی یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه د قانون په رڼا کې ترسره کړي
نوموړي همداراز د ښاروالۍ مسلکي او تخنیکي امریت ته دنده وسپارله چې ټول هغه پلانونه چې منظوري یې له مرکز څخه راغلې خط اندازي کړي او هغه چا سره چې د ښاروالۍ موقت د نمرو سند وي، نمرې ورته وښودل شي او د متضریرینو د پلان په اړه دې له مرکز څخه هدایت وغوښتل شي،
د مجلس په پای کې په یو شمیر نورو اړینو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې چې په ترسره کولو سره به یې ښاریانو ته ډیری سهولتونه برابر شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS