د مهترلام ښار په بېلابیلو ساحو کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه کثافت دانۍ ولګول شوې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۲۴
کثافت داني

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم او پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې ۲۰ غټې فلزي کثافت دانۍ ولګول شوې
یادې کثافت دانۍ د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړې شوي چې د ښاریانو په غوښتنه او آشد ضروریت پر اساس د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې کېښودل شوې
د کثافت دانیو د لګولو پر مهترلام د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چې د ښار په پاک چاپېریال ساتنه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، ترڅو د ښاروالۍ تنظیف ډله یې یو مناسب ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د سرک جارو کولو پراخ فعالیتونه ترسره شول

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د مهترلمک ښوونځي مخې د سرک خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۹
Background image

په مهترلام کې د ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې هره ورځ د پلان له مخې ترسره کېږي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول هره ورځ ترسره کېږي
نن د یاد مدیریت مامور انجنیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۴
Background image

د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ. یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، د ترافیکو مدیریت او د. . .

BACK TO NEWS