د مهترلام ښاروالۍ له پنځمې ناحیي څخه څارنه وشوه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له پنځمې ناحيي مدیریت څخه د کارونو د منظم کولو په موخه لیدنه ترسره کړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د ناحيي د مدیر محمد منیر فاروق او کارکونکو فعالیتونه وستایل او ورته یې سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو ستونزو ته په وخت رسیدګي وکړي ترڅو کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي
تیره ورځ ښاروال د ښاروالۍ له دریمې او څلورمې ناحیو څخه هم لیدنه کړې وه چې د یادو ناحیو کارونه په منظم شکل د پلان مطابق روان ؤ
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د ناحیو مدیریتونه خلکو ته د ښه سهولت برابرولو په په موخه اړوند ناحیو ته اتنقال شوي، چې اوس مهال د مراجعینو کارونه په منظم شکل په وخت او ژر ترسره کېږي