د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د ښه فعالیتونو له امله په نغدي جایزو ونازول شول

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۷:۸
 د تنظيف کارکونکي

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت په لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د ښاري محکمې او ګلچه پزي ترڅنګ د ویالې او د یو پلچک د خلاصیدو چارې ترسره شوې
یاده وېاله د هټیوالو او دوکاندارانو له لوري د ډیرو کثافاتو د غورځیدو له امله بنده شوې وه چې نن په بشپړه توګه د ښاروالۍ د نارنجي لباس لرونکو کسانو له لوري خلاصه شوه
ښاریانو د یاد پلچک او ویالې په خلاصیدو سره خوښي وخوده او له مهترلام ښاروالۍ څخه یې مننه وکړه چې وخت پر وخت د ښار په مختلفو ساحو کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه فعالیتونه کوي
همداراز د یو شمېر ښاریانو له لوري د ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د ښه فعالیتونو له امله په نغدي جایزو هم ونازول
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکي هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS