د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو او سرک عمومي ګلدانونو د منظم کولو او ښکلا چارې پیل شوي

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۴۱
ډيزينونه

د کوچني اختر د راسیدو په مناسبت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکونکو له لوري د مهترلام ښار په پنځه واړه پارکونو او د سرک عمومي ګلدانونو کې د ښکلا په موخه په ګلانو او زینتي بوټو کې د ډیزین وهلو چارې پیل شوي دي
د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل، چې یاد کارونه یې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه د کوچني اختر د راسیدو په مناسبت پیل کړې چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په ګلانو او زینتي بوټو کې ډیزینونه ووهل شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري هره ورځ د پلان له مخې د پارکونو ونو، زینتي بوټو او ګلانو ته اوبه هم ورکول کېږي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS