خپلو دندو ته په وخت راشئ او د مراجعینو ستونزو ته رسیده ګي وکړئ

د نیکمرغه کوچني اختر له درې ورځني رخصتۍ وروسته مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له کارکونکو سره ناسته وکړه او دوی یې خپلو دندو ته متوجه کړل
ښاروال ټولو کارکونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې د پخوا په څېر مخې ته یوسي،د کارو او ټولنیزو چارو وزارت د ورکړل شوي وخت مطابق خپلو دندو ته حاضر شي او د مراجعینو ستونزو ته رسیده ګي وکړي
همداراز ښاروال د لومړۍ ناحيي له مدیریت څخه هم غوښتنه وکړه چې ښاري نظم ته پام وکړي، هغه لارې چې د اختر په شپو او ورځو کې د هټیوالو له لوري بندې شوې وې د ښاریانو پرمخ پرانیزي
د یادونې وړ ده چې د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو د اختر په شپو او ورځو کې هم په ښار کې خپل فعالیتونه ترسره کړل