مهترلام ښاروالۍ کې په بشپړ توګه د فساد مخه نیول شوې

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د مهترلام ښار د ښه نظم او آبادۍ په تړاو اداري ناسته تر سره کړه
ښاروال ښاغلي شهامت امرین او مدیران خپلو دندو ته متوجه کړل او له دوی یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه د قانون په رڼا کې په وخت تر سره کړي
نوموړي وویل: اوس مهال د ښاروالۍ کارونه ښه منظم روان دي او د فساد مخه نیول شوې ده او دی به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې غیرې قانوني کار وکړي،
همداراز امرینو او مدیرانو د تیر اداري مجلس ګزارش هم له ښاروال سره شریک کړ او یو شمیر نوي موضوعات یې ورته وړاندې کړل ترڅو پرې په راتلونکي کې کار وکړي
په پای کې ښاروال د تیر اداري مجلس د تر سره شوو کارونو په تړاو له امرینو او مدیرانو څخه مننه وکړه او نوي دندې یې ورته وسپارلې ترڅو خپل کارونه په منظم شکل وکړي