د مهترلام ښاروالۍ له لوري د سراج باغ د ویالو او پلچکونو پاک کاري ترسره شوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۱:۱۰
سراج باغ

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت په لارښونه د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار لومړۍ ناحیې اړوند د سراج باغ د ویالو او پلچکونو پاک کاري ترسره شوه
یادې ویالې چې له اوږدې مودې راهیسې د شګو، خځلو او بېلابېلو کثافاتو له امله بندې شوې وې، د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو له لوري په بشپړه توګه پاکې شوې، چې له امله یې د اوبو جریان بېرته عادي حالت ته راوګرځېد
 یاده چاره د ښاري نظم، د ناروغیو د مخنیوي، د اوبو په منظم شکل جریان او د یو پاک چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره شوه
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او کثافات په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو مناسب ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د عامه پوهاوي بنرونه ولګول شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې او د ښار د زرغونتیا د هڅونې په موخه د ښار په مهمو درې لارو او چوکونو کې د عامه پوهاوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۰:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې لومړۍ بریا ترلاسه کړه

د لغمان ولایت د ثبتو کلبونو ترمنځ د انټرکلب سیالیو په لړ کې مهترلام ښاروالۍ کرکټ لوبډلې له یوې ښکلې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې روښان لغماني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

په پنځمه ناحیه کې د پُل د کټارو د جوړولو او خلاصېدو چارې پیل شوې

د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند یو پُل زیانمن شوی وو، چې د کټارو یوه برخه یې تخریب شوې وه او د اوبو جریان یې هم بند شوی وو د یادې ستونزې د حل په. . .

BACK TO NEWS