په مهترلام ښار کې د سړکونو د پاکوالي دوام؛ د قوماندانۍ درې لارې او دارالمعلمین پر مسیر د سرکونو خاکروپ چارې ترسره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۹:۳۰
جارو چارې تر سره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښار د پاک چاپېریال او ښاري نظم د تامین په موخه، د دویمې ناحیې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د قوماندانۍ درې لارې او د دارالمعلمین پر مسیر د سړکونو جارو کولو (خاکروپ) چارې ترسره شوې
په دې فعالیت کې د سړک غاړې او پیاده‌رو سیمې له دوړو، خځلو او اضافي موادو پاکې شوې، چې له امله یې سیمې ته پاکه او منظمه بڼه ورکړل شوه. دا اقدام نه یوازې د ښاري ښکلا لپاره مهم دی، بلکې د روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره هم ارزښت لري
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه له خپلو زیارکښو کارکوونکو مننه کوي او له ټولو ښاریانو غواړي چې د ښار پاک ساتلو لپاره خپله مدني ونډه ادا کړي او د کثافاتو له بې‌ځایه غورځولو څخه ډډه وکړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۳۲
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS