باران او د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې فعالیتونه

د وروستیو اورزښتونو او سېلابونو له امله د مهترلام ښاروالۍ اړوند د لومړۍ ناحيي د شیخانو کلي کومې لارې، کوڅې، ویالې او سرکونه چې بند شوي ؤ، د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف د برخې کارکونکو له لوري په منظم شکل خلاصې او صفايي یې ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي د تنظیف د برخې مامور عبدالستار وویل، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه مو نن د لومړۍ ناحيي اړوند شیخانو کلي هغه کوڅې، لارې، ویالې او پلچکونه چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله بندې شوې وې د ښاریانو پر مخ پرانستې او پاک کاري مو ترسره کړه. د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله شپه او ورځ د مهترلام ښار په صفايي کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي