د اسد د ۲۴مې ملي ورځې په مناسبت مهترلام ښاروال له ګذر وکیلانو سره یوه مهمه او ځانګړې ناسته وکړه

د اسد د ۲۴مې ملي ورځې د نمانځنې په مناسبت، د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت په ابتکار یوه مهمه او ځانګړې ناسته د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ ترسره شوه، په دې ناسته کې د ښاروالۍ امرینو، د ناحیو مدیرانو او د پنځه واړو ناحیو ګذر وکیلان ګډون کړی وو
ښاروال ښاغلي شهامت د ګډونوالو هرکلی وکړ او د اسد د ۲۴مې ملي ورځې تاریخي او ملي ارزښت یې روښانه کړ. هغه له ټولو ګذر وکیلانو وغوښتل چې د دې ملي ورځې د درناوي او نمانځنې لپاره له خپلو خلکو او دوستانو سره د یادې ورځې د نمانځلو لپاره تشریف راوړي
ښاروال زیاته کړه چې پاک چاپېریال ساتنه او د ملي بیرغونو لګول د ښار ښکلا او ملي یووالي نښه ده، او پکار ده چې ټول د دې پیغام په خپرولو کې له موږ سره همکاري وکړي
په پای کې ګذر وکیلانو هر یو په نوبت سره خبرې وکړې، د ښاروالۍ له رهبري یې د ملي ورځو د نمانځنې په برخه کې د منظمې همغږۍ ستاینه وکړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ