د دارالمعلمین سرک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

web_admin
Wed, Feb 12 2025 11:21 AM
قرارداد

مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي اړوند د دارالمعلمین سرک ترمیم چارې ترسره کوي، چې نن یې په همدې موخه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له لوري په داوطلبۍ کې ګټونکي شرکت سره قرارداد لاسلیک شو
ښاروال وویل: ګلوبل ودانیز شرکت په داوطلبي کې د یاد سرک لپاره لس میلیونه او ۶۲ زره افغانۍ نرخ ورکړی ؤ چې د ولایت مقام د ارزیابۍ کمیټې له لوري ګټونکی شمیرل شوی ؤ، چې نن ورسره قرارداد لاسلیک شو
د قرارداد پرمهال ښاروال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه چې کارونه په اساسي او معیاري شکل ترسره کړي
د یادونې وړ ده چې د تیرکال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه زیات شوي او ډیری خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابرې شوي ده

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS