د مهترلام ښاروالۍ د مسلخ (د څارویو د حلالې ځای) مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمیټې په حضور کې د مهترلام ښاروالۍ د مسلخ (د څارویو د حلالې ځای) مزایده ترسره شوه چې محمد عثمان د میاشتې په ۳۳ زره ۷ سوه افغانۍ ګټونکی وشمېرل شو
یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ د مجلسونو په تالار کې د اته داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې محمد عثمان پکې د لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو
نوموړی شخص به له قرارداد کولو وروسته هره میاشت ۳۳ زره او ۷ سوه افغانۍ عواید د مهترلام ښاروالۍ بانکي اکاونټ ته ور اضافه کوي
د یادونې وړ ده چې د تیرکال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د مسلخ په عوایدو کې د میاشتې څه باندې ۱۲ زره افغانۍ زیاتوالی راغلی