د مهترلام ښاروالۍ رسمي چارې د لوی اختر له رخصتیو وروسته بیرته پیل شوې
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اعلان له مخې، له تېرې سه شنبې څخه تر شنبې پورې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت عمومي رسمي رخصتي وه، چې له همدې امله نن یکشنبه د مهترلام ښاروالۍ رسمي چارې په عادي ډول بېرته پیل شوې
ټول ښاریان چې د ښاروالۍ اړوند کوم کارونه لري، کولای شي د سهار له ۸ تر مازیګر ۴ بجو پورې د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره د مهترلام ښاروالۍ اړوندو شعبو ته مراجعه وکړي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ ټولو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ښاریانو او مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او خپلې دندې په اخلاص او ایماندارۍ ترسره کړي
