د مهترلام ښاروالۍ له لوري د موسمي ګلانو د کرلو لړۍ پیل شوه

web_admin
Wed, Oct 22 2025 10:49 AM
ګلان

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د ښکلا او سرسبزه ساتلو په موخه د موسمي ګلانو کرلو لړۍ پیل شوه

د تنظیف او سرسبزۍ مامور ریحان الله اریان وویل، چې نن یې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې لارښونه د دویمې ناحيي اړوند د لغمان امنیه قوماندانۍ مخې ګلدان کې د ښکلا په موخه موسمي ګلان وکرل

هغه وویل، چې یاده چاره نن پیل شوه چې د ښار په ټولو ګلدانونو کې به په منظم شکل د پلان له مخې موسمي ګلان وکرل شي

همداراز نوموړي زیاته کړه، چې په پارکونو کې یې د نیالګیو د سرسبزه ساتلو په موخه حیواني سره اچول هم پیل کړې چې ټول پارکونو نیالګیو او بوټو ته به حیواني سره ورکړل شي

د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ د سرسبزۍ او ښاري ښکلا د دوام لپاره هرکال د موسم له بدلېدو سره سم د ګلانو، نیالګیو او بوټو د کرلو ځانګړی پلان پلي کوي، څو ښار همېشه پاک، زرغون او ښکلی پاتې شي

Latest news

Thu, Jun 04 2026 5:57 AM
Background image

د مهترلام ښار اړوند رحماني چوک کې د موسمي اوبو د راوتلو د مخنیوي په موخه عملي اقدامات ترسره شول

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د ښاروالۍ یو شمېر آمرینو او مدیرانو یې ملتیا کوله، په مهترلام ښار کې له هغې ویالې څخه لیدنه وکړه چې د موسمي بارانونو پر مهال ډکېږي او اوبه. . .

Thu, Jun 04 2026 5:50 AM
Background image

د علي خېلو لېسې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه د زده‌کوونکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د مکتب کمېټې جوړې شوې دي

په همدې لړ. . .

Thu, Jun 04 2026 5:46 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز، د ترانسپورټ ریاست او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د ګڼه‌ګوڼې د. . .

BACK TO NEWS