د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نباتاتو پالنې چارې د پلان له مخې ترسره کېږي

web_admin
Tue, Jul 29 2025 6:08 AM
نيالګيو خړوبول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د ښکلا او سرسبزه ساتلو په موخه د پارکونو، شنو ساحو او ښاري ګلدانونو د خروبولو چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په منظم ډول هره ورځ ترسره کېږي
نن د یاد مدیریت مسؤلینو له لوري د دغو فعالیتونو مستقیم نظارت ترسره شو، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې خروبول، د نباتاتو ساتنه او د سرسبزۍ پروسه د معیارونو سره سم پرمخ روانه ده
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت اوس تازه د پارکونو سمسور او زرغون ساتلو لپاره په یادو پارکونو کې د نیالګیو او شنو ساحو لپاره د اوبه ورکولو سیستم جوړوي چې ټول نیالګي به د پلان له مخې په منظم شکل خړوب او له وچکالۍ به وژغول شي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS