د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښکلا چارې پیل شوي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار په پنځه واړه پارکونو کې د ښکلا په موخه په ګلانو او زینتي بوټو کې د ډیزین وهلو چارې پیل شوي دي
د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل، چې یاد کارونه یې د مهترلام ښاروال په لارښونه پیل کړې چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په ونو، ګلانو او زینتي بوټو باندې ډیرینونه وهل شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري هره ورځ د پلان له مخې د پارکونو ونو، زینتي بوټو او ګلانو ته اوبه هم ورکول کېږي