د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

web_admin
Tue, Mar 03 2026 7:49 AM
پروژه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې ۷۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او د پاتې کارونو چارې په چټکۍ روانې دي

یاد کانال چې ۸۳۰ متره اوږدوالی لري په اساسي او معیاري شکل به جوړ شي چې اوس مهال پکې شاوخوا ۲۵ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وخت پر وخت د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په ملتیا له یادې پروژې څخه څارنه کوي او د کار په ښه کیفیت ټینګار کوي

د یادونې وړ ده چې د یاد کانال او پلچکونو په جوړیدو سره به سیمه کې د ادارو او کورونو د فاضلابو د اوبو بهیر روان شي او یاده ساحه به له چټلیو وساتل شي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS