د مهترلام ښاروالۍ په انګړ کې له ۲۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو له لوري ۲۳۵ بېوزله، کونډو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
یاده مرسته د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او د عزیزي او اسلامي بانکونو د مدیرانو په لاسونو مستحقو کورنیو ته ووېشل شوه
مرستیال والي د مرستې د ویشلو په مراسمو کې له اسلامي او عزیزي بانکونو څخه مننه وکړه چې په دې مبارکه میاشت کې یې د غریبو، کونډو او بې سرپرسته هېوادوالو لاسنیوی وکړ
هغه په نورو خیریه بنسټونو او شتمنو وطنوالو غږ وکړ چې په دې مبارکه میاشت کې له خپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي
د عزیزي بانک مدیر محب الله احمدي وویل: چې د تیر په څیر یې نن یو ځل بیا د افغانستان اسلامي او عزیزي بانکونو له لوري ۲۳۵ کورنیو سره مرسته وکړه
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي ، ۲۴ کیلو سیله وریجې، او ۳ کیلو لوبیا ورکړل شول
مرسته اخیستونکو د یادې مرستې په اخیستلو سره خوښي وښوده او د یادو بانکونو له مسؤلینو یې مننه وکړه چې له دوی سره یې مرسته وکړه
د یادونې وړ ده چې هر کال د روژې په میاشت کې عزیزي او افغانستان اسلامي بانکونه په ټول هېواد کې له ۲۰زره کورنیو سره مرستې کوي