د مهترلام ښاروال په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه

web_admin
Sat, Feb 22 2025 10:41 AM
د ښاروالۍ اداري ناسته

هغه ناسته چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت له لوري د یادې ادارې له امرینو او مدیرانو سره برابره شوې وه، په پیل کې ښاروال د ښاروالۍ د تیرې ادارې ناستې ګزارش واوریده او  امرین او مدیران یې خپلو دندو ته متوجه کړل، له دوی یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه د قانون په رڼا کې په وخت تر سره کړي
په یاد مجلس کې د ښاروال له لوري ښاري حکومتولۍ امریت ته دنده وسپارله چې په ښار کې خلکو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي
همداراز سکتوري امریت او پنځمې ناحيي مدیریت ته دنده وسپارل شوه چې په هډه کې هغه اشخاصو ته چې د بارګینونو په خاطر ځمکې توزیع شوي او ورته ویل شوي ؤ چې بارګینونه جوړ کړي، نو دا چې اوس هغوئ یاد بارګینونه نه دي جوړ کړې، هغه دې ترې مسترد شي او بل هېوادوال ته دې توزیع کړل شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال په میاشت کې دوه ځلې د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د مهترلام ښار د آبادۍ او سمسورتیا په موخه اداري  ناسته کوي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS