د مهترلام ښار د اصنافو د استازو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واریدل شوې

د مهترلام ښار د بېلابېلو اصنافو استازو نن خپلې یو لړ ستونزې او غوښتنې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمتالله شهامت او د لغمان ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ارکان رئیس حافظ انځرګل عبدالله سره شریکې کړې
په دې لیدنه کې د اصنافو استازو د خپلو ورځنیو فعالیتونو پر مهال له شته ستونزو خنډونو، اړتیاوو او ځینو موجوده مشکلاتو تفصیل وړاندې کړ، او د حل غوښتنه یې وکړه
ښاروال له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د دوی ستونزې به په تدریجي ډول وڅېړل شي او د حل لپاره به لازم ګامونه پورته شي
د قول اردو د ارکان رئیس هم د اصنافو استازو خبرې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې د اړوندو ستونزو په هوارۍ کې به له اړوندو ادارو سره همغږي وشي
یاده ناسته چې د ښاروالۍ په مقام کې برابره شوې وه په دعايي سره پایته ورسیده