د مهترلام ښار د اصنافو له نماینده ګانو سره یو لړ مهم موضوعات شریک شول

هغه ناسته چې نن د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د مهترلام ښار د اصنافو له نماینده ګانو سره نیول شوې وه، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترڅنګ، د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري، مسلکي او تخنیکي امر زاهد الله مجددي او د مهترلام ښار د مختلفو برخو د اصنافو نماینده ګانو ګډون کړی ؤ
مهترلام ښاروال په لومړیو کې ټولو راغلو نماینده ګانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې له ښاروالۍ سره د ښار په نظم او پاک چاپېریال ساتنه کې همکاري وکړي
همداراز نوموړي له یادو نماینده ګانو سره د ښار د ښه نظم او آبادۍ په تړاو یو لړ مهم موضوعات هم شریک کړل
په پای کې یادو نماینده ګانو له مهترلام ښاروال څخه د مننې ترڅنګ ښاروالۍ خپل کور یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې له مهترلام ښاروالۍ سره به د ښار په پاک چاپېریال ساتنه کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي