د مهترلام ښار د دویمې ناحيي اړوند د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

web_admin
Wed, Apr 09 2025 11:24 AM
تنظيف

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي د تنظیف زیارکښو کارکونکو له لوري د سلطان غازي بابا ښارګوټي د کډوالو چارو ریاست ترڅنګ د سرک غاړې د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول، چې یو مناسبت ځای ته به انتقال او دفن شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښ کارکونکي هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS