د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د سړک د پاکوالي او زرغونتیا چارې ترسره شوې

web_admin
Tue, Jul 01 2025 9:20 AM
پاکوالي چارې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د فعالیتونو په دوام، د ښار دویمې ناحیې اړوند د روښان پوهنتون څخه تر اطفایي امریت پورې د سړک دواړو غاړو د خاکروب (جارو) کولو چارې ترسره شوې
یادو فعالیتونو کې نه یوازې د سړک او پیاده‌رو خځلې، دوړې او نور کثافات پاک شول، بلکې د یاد سړک پر غاړو جوړو ګلدانونو ګلانو او شنو بوټو ته د ښاروالۍ د ټانکرو په وسیله اوبه هم ورکړل شوې
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وايي: دا ډول خدمات د ښاري نظم، پاک چاپېریال، او ښایسته منظرې د رامنځته کولو لپاره دوامداره ترسره کېږي، ښاروالۍ هڅه کوي چې د ښار پاکوالي او زرغونتیا ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو ښاریان یو ارام، روغ او منظم ژوند ولري
د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ د تنظیف ډله هره ورځ د ښار د پاکوالي په موخه خپل نه ستړې کیدونې هلې ځلې کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS