د څلورم ګذر اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کڔې

web_admin
Sun, May 03 2026 9:57 AM
ناسته

د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د څلورم ګذر د بخش اول سیمې اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې
د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د ښاروالۍ له مقام څخه مننه وکړه چې ستونزې یې مخامخ اوري او د حل په موخه ورته رسیدنه کوي
وروسته یې غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې حاجي سید رحیم نیازی چې مخکې د دې سیمې ګذر وکیل وو اوس یې درې کلنه موده پوره شوې او باید همدغه شخص چې ډیر ایمانداره او خدمتګاره انسان دی بیرته وټاکل شي ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي

عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي

Latest news

Thu, Jun 04 2026 5:57 AM
Background image

د مهترلام ښار اړوند رحماني چوک کې د موسمي اوبو د راوتلو د مخنیوي په موخه عملي اقدامات ترسره شول

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د ښاروالۍ یو شمېر آمرینو او مدیرانو یې ملتیا کوله، په مهترلام ښار کې له هغې ویالې څخه لیدنه وکړه چې د موسمي بارانونو پر مهال ډکېږي او اوبه. . .

Thu, Jun 04 2026 5:50 AM
Background image

د علي خېلو لېسې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه د زده‌کوونکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د مکتب کمېټې جوړې شوې دي

په همدې لړ. . .

Thu, Jun 04 2026 5:46 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز، د ترانسپورټ ریاست او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د ګڼه‌ګوڼې د. . .

BACK TO NEWS