د کارونو د چټکتیا په موخه اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
Sat, Mar 22 2025 10:54 AM
اداري ناسته

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره د کارونو د چټکتیا او په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه ناسته وکړه
په یاده ناسته کې د ښاروال له لوري لومړی د تیر اداري مجلس د وظایفو او ورکړل شویو دندو ګزارش واوریدل شو، بیا له ټولو مدیرانو په ځانګړي توګه له مسلکي او تخنیکي، مالي او اداري آمریتونو څخه غوښتنه وشوه، چې په روان ۱۴۰۴ کال کې خپل فعالیتونه لا چټک کړي تر څو د کال تر پایه پروژې، حوالې او قراردادونه په منظم شکل په وخت ترسره شي
همداراز ښاروال د مجلس ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې د مراجعینو ستونزو او له نورو اداراتو څخه راغلو مکتوبونو ته په وخت ځواب ورکړي، که هرچا په خپل برخه کې غفلت وکړ، قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د مجلس په پای کې د ښاروال له لوري د کوچني اختر په مناسبت د ښار د ښکلا او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه مدیرانو ته یو لړ مهم کارونه هم وسپارل ترڅو ترسره یې کړي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS