د کارونو د ښه کیفیت په موخه د یونفس له دریو پروژو څخه نظارت ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ ترچتر لاندې په مهترلام ښار کې د یونفس همکارې مؤسسې له لوري د اتو پراختیايي پروژو چارې روانې دي، چې په همدې لړ کې د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي، د سرک انجنیر احمدشاه الکوزي او د تحصیلي او اصلاحي پلانونو انجنیر عبدالواحد محمدي د R1، R4 او اخیري سټاپ له دریو پروژو څخه د کارونو د ښه کیفیت په موخه نظارت ترسره کړ
آمر زاهدالله مجددي وویل، چې یادې پروژې د ښاروالۍ ترچتر لاندې پلي کېږي او د کارونو د کیفیت او معیاري تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه وخت پر وخت نظارت ترسره کېږي
نوموړي زیاته کړه، چې د هرې پروژې لپاره مسلکي انجنیران ګومارل شوي، ترڅو د پروژو چارې د انجینرۍ اصولو او ټاکل شویو معیارونو مطابق ترسره شي
په پروژو کې شته کاریګر خوشاله دي چې په خپل وطن کې ورته کاري زمینه برابره شوې ده، هغوی وايي، له یوې خوا د خپل هېواد په آبادۍ کې ونډه اخلي او له بلې خوا د کار له لارې خپلو اولادونو ته حلال رزق برابروي
د یادونې وړ ده، چې په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د شپږو او د یونفس همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د اتو پراختیايي پروژو چارې روانې دي، چې د ښاري زیربناوو د پراختیا ترڅنګ زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم پکې برابره شوې ده
