د ګذر وکیلانو د ټاکنې پر دوام، دا ځل د دویمې ناحيې اړوند چهل ګزي بابا کليو اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی حمیدالله د سید احمد زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند چهل ګزي بابا اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د دویمې ناحيې مدیر حاجي محمد حسین الکوزي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي حمیدالله ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل حمیدالله د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د چهل ګزي بابا کلیو له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي
