مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې میدان ښار لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار ومونده

web_admin
Sat, Dec 13 2025 8:01 AM
واليبال

د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوي چې مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې په نیمه پایلوبه کې خپل سیال میدان ښار  ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده
د یادې سیالۍ د لیدلو او د لوبغاړو د تشویق لپاره د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، ترڅنګ، قومي مشرانو، ځوانانو، لوبغاړو او د والیبال د لوبې مینوالو ګډون کړی وو
د ټورنمېنټ مسؤلینو وویل، چې یادې سیالۍ یې د غازیانو د پُل او سنګره سرک د جوړیدو په موخه په لاره اچولي، ترڅو ننداره چیان راشي له یوه اړخه د نوي پُل او سرک د جوړیدو ننداره وکړي او له بله پلوه د والیبال له سیالیو خوند واخلي
مسؤلین زیاتوي، چې د یاد ټورنمېنټ ګټونکي لوبډلې ته د نورو جایزو، مډالونو او کپونو ترڅنګ موټرسایکل هم ورکول کېږي
د والیبال د لوبې مینوال او ننداره چیان یادې سیالۍ د ځوانانو او قومونو ترمنځ د یووالي یوه ښه بېلګه یادوي او د ټورنمېنټ له مسؤلنیو مننه کوي، چې د ځوانانو لپاره یې یوه ښه تفریح برابره کړې ده
د یادونې وړ ده چې د غازیانو پُل او د سنګره سرک تازه د دولت او ولسونو په ګډې همکارۍ جوړ شوی چې اوس مهال خلک پرې تګ راتګ کوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS