په مهترلام ښار کې د کرکټ د لوبغالي مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ اړوند په دریمه ناحیه کې د کرکټ لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ځمکه نن د قرارداد په موخه په رسمي ډول په مزایده کې وړاندې شوه
یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوې کمېټې په حضور کې د تدارکاتو د قانون مطابق د دریو داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه چې سلیمان د محمد ابراهیم زوی د میاشتې ۶ زره او ۳۵۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وپیژندل شو
یاده دې وي، چې د مهترلام ښاروالۍ د ټولو ملکیتونو د قراردادونو چارې د هر کال په اوږدو کې د شفافیت او حساب ورکونې د اصل
پر بنسټ د عام اعلان او ازادې سیالۍ له لارې ترسره کېږي