په مهترلام ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د ښاري کمیسون له لوري ریکشاؤ او موټرو لپاره هډې وټاکل شوې

د ولایت مقام له لوري د ښاري نظم په موخه د مهترلام ښاروالۍ، لومړۍ حوزې، ترافیکو او ترانسپورت مدیریتونو په ترکیب کې یو ګډ کمیسون جوړ شوی ترڅو په ښار کې د ګڼې ګوڼې مخنیوی وکړي
د یاد کمیسون له لوري نن د عُمرزیو سمت ریکشاؤ لپاره د ده ملخ پُل ترڅنګ، د کیمپ او قرغیو سمت ریکشاؤ لپاره د کابل ـ جلال آباد پخوانۍ هډې ترڅنګ ځایونه مشخص شول چې له دې وروسته به یادې ریکشې او موټر په ټاکلي هډو کې مهر کېږي او په ښار کې به ګڼه ګوڼه ختمه شي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د کمیسون ملتیا یې کوله وې ویل چې دوی به د هر سمت ریکشاوو لپاره هډې مشخصې کړي ترڅو په ښار کې د ازدحام مخه ونیول شي او خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي
یاده دې وي چې د یاد کمیسون له لوري تر دې دمه د علیشنګ، عُمرزیو، سرخکانو، قرغیو او کیمپ سمت ریکشاؤ او موټرو لپاره هډې ټاکل شوي دي