په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلالآباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او بدرفت څاه جوړول پکې شامل دې تر دې دمه یې ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او د پاتې کارونو چارې یې په چټکۍ روانې دي
د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې انجنیر میا جان عاطفي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي
ښاروال ټینګار وکړ، چې دوی به وخت پر وخت له یادې پروژې څخه د ښه معیاري او اساسي کار کولو په موخه څارنه کوي
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د مهترلام ښاروالۍ له لورې شاوخوا ۴۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
